کورپاڼه / روغتيا / د اختر په ورځو له ناروغیو څنګه ځانونه وژغورو؟

د اختر په ورځو له ناروغیو څنګه ځانونه وژغورو؟

د لوی اختر په مبارکو ورځو کې د بېلابېلو ناروغۍ او وایروسونو د خپرېدو خطر تر بل هر وخت ډېرېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې له هر وړاندې باید ساري ناروغۍ وپېژندل شي.

ټولې هغه ناروغۍ چې د پرنجي، ټوخي یا د لاس یا لمس کولو سره په آسانۍ انتقالېږي، ساري ناروغۍ ورته ویل کېږي د بېلګې په توګه د کورونا وایروس، نزله، زکام، ټوخی.

که چېرته د لوی اختر په ورځو کې د ناروغیو د خپرېدو په اړه خبرې کوو، نو ډېر شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې د هغوی عفلت، بې پروایي او بې حسي د ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.

د لوی اختر په ورځو کې که یوې خوا ډېر خوراکونه کېږي او د معدې د ناروغیو لامل کېږي، له بلې خوا په دې ورځو کې خلک چاپیریال ته پام نه کوي چې بیا همدا چټلي د ناروغیو لامل کېږي.

قرباني کول که څه هم سنت ابراهیمي دی او ددې لپاره د څارویو ښه ساتنه هم کېږي، خو خوشایه او نور شیان بیا تر ډېره په سرکونو پراته وي چې بیا د ناروغیو لامل کېږي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …