کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امرالله صالح پاکستانیانو ته د هغوی اصلي څهره ورښکاره کړه
امرالله صالح

امرالله صالح پاکستانیانو ته د هغوی اصلي څهره ورښکاره کړه

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ټولنیزو رسنیو کې پاکستانیانو ته سخت ځواب ورکړی دی او د هغوی اصلي څهره یې هغوی ته ورښکاره کړی دی.

پرون په ارګ کې د ولسمشر غني، امرالله صالح او نورو لوړپوړو چارواکو د ملي اردو د یو سرتیري په امامت کې د لوی اختر لمونځ ترسره کاوه، نو څو راکټونو په ارګ فایر شو، چې په لمانځه کې امرالله صالح هم د راکټ د فایر سره سم چټک غبرګون ښکاره کړ، خو پاکستانیانو دا د امرالله صالح د ویرې سره تعبیر کړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې بد حال راواخیست.

د دغه فایرونو پر مهال لمونځ هماغسې دوام وکړ، د راکټونو فایرول هم په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه وغندل شول، خو پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې دغه ویډیو ډېره لاس په لاس کړې ده.


اوس امرالله صالح د پاکستاني پوځ هغه عکس په ټویټر کې خپور کړی دی، چې ۹۳ زره پاکستاني پوځیان د هند پوځ ته تسلیمېږي او همدا راز د دغه پوځیانو یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده.

نوموړي پاکستانیانو ته لیکلي دي، چې موږ په خپل تاریخ کې دا ډول کوم عکس نه لرو. امرالله صالح په دې سره پاکستانیانو ته د هغوی اصلي څهره ورښکاره کړې ده.

د یادولو ده چې دا د ۱۹۷۱ کال عکس دی، چې د پاکستان ۹۳ زره پوځیان هند ته تسلیم شوي و.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …