کورپاڼه / خبرونه / د مجیب الرحمان بله لاسته راوړنه، دویم مقام یې ترلاسه کړ
مجيب الرحمان

د مجیب الرحمان بله لاسته راوړنه، دویم مقام یې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړی دی او اوس په دویم مقام کې دی.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بنده خپره کړې ده، چې مجیب الرحمان پکې پرمختګ کړی دی.

مجیب الرحمان چې مخکې په دغه درجه بندۍ کې په دریم مقام کې و، اوس یې دویم مقام خپل کړی دی، همدا راز کریس ووکس دریم او مهدي حسن میراز چې مخکې په دویم مقام کې و اوس څلورم مقام ته ښکته شوی دی.


په دغه درجه بندۍ کې ټرینټ بولټ بیا د تېر په څېر په لومړي مقام کې قرار لري، خو د بنګله دېش شکېب الحسن چټک پرمختګ کړی دی او ۸م مقام ته رسېدلی دی، هغه ۹ مقامه پورته تللی دی.

همدا راز مټ هینري په پنځم، جسپریت بومرا په شپږم، جوش هازلووډ په ۷م، کاګیسو رباډا په نهم او پاټ کومنز په ۱۰م مقام کې قرار لري، چې وروستي دواړه یو یو مقام ښکته تللي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …