کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستاني رسنیو د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات بېخي له شرمه واړول
هاشم لوګری

پاکستاني رسنیو د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات بېخي له شرمه واړول

د پاکستان ټولې رسنۍ سهار او ماښام د افغانستان پر ضد منفي خبرونه خپروي، د افغان حکومت پر ضد او د طالبانو په ملاتړ خبرونه خپروي، خو اوس یې بېخي له شرمه واړول.

د پاکستان ځینو رسنیو د هاشم لوګري یو عکس خپور کړی دی، چې پکې د طالبانو سره لیدل کېږي او د دې عکس سره یې لیکلي دي: ((د کابل پوځ جنرال هاشم خان لوګری د طالبانو مجاهدینو سره یو ځای شو.))

هاشم خان لوګری هر څوک پېژني چې څوک دی، خو د پاکستان رسنۍ چې داسې بې درېغه درواغ خپروي، له دې عکس څخه یې په واضحه توګه معلوم کړئ، چې د افغانستان دښمنۍ پروژه څومره په بې شرمۍ مخکې وړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستان د دغه عکس او خبر سکرین شاټ لاس په لاس کېږي او خلکو د پاکستان دومره پراخ درواغ غندلي دي.

د پاکستان د (امت) په نوم ورځپاڼه بیا ټوله ورځ د افغانستان پر ضد یو یا دوه مخه درواغ خبرونه خپروي. د درواغو خبرونو تر څنګ داسې عکسونه هم خپروي، چې اصل کې عکس د یو څه وي، خو دوی له بل څه سره تشبیح کړی وي.

دا هم ولولئ

امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ …