کورپاڼه / اسلام / که چېرته د اوښ غوښه وخوړل شي نو له هغې وروسته به د لمانځه لپاره بیا اودس کوو؟

که چېرته د اوښ غوښه وخوړل شي نو له هغې وروسته به د لمانځه لپاره بیا اودس کوو؟

په عربو کې د اوښ قرباني کول خو عام دي خو زموږ د هیواد ځینې اوسیدونکې هم اوښان قرباني کوي او په عامو ورځو کې د اوښ له غوښې ګټه اخیستل کېږي، خو په دې لړ کې پوښتنه راپورته کېږي، که چېرته د اوښ غوښه وخوړل شي نو له هغې وروسته به د لمانځه لپاره بیا اودس کوو؟

د صحیح مسلم د یو حدیث شریف ذکر دی چې د حضرت جابر بن سمره رضي الله عنه په حواله مشهور دی، چې یو شخص له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه.

آیا د اوزې د غوښې له خوړلو وروسته اودس وکړو؟ رسول الله ورته وفرمایل که غواړئ ویې کړئ او که غواړئ مه یې کوئ. هغه ورنه بیا پوښتنه وکړه آیا موږ د اوښ غوښې له خوړلو وروسته اودس وکړو.

رسول الله ورته وفرمایل چې د اوښ د غوښې له خوړلو وروسته اودس وکړئ، هغه بیا وپوښتل چې آیا زه د اوزو په چار دېوالۍ کې لمونځ کولی شم؟ رسول الله ورته وویل (هو). هغه بیا وویل آیا د اوښ د اوسیدو په ځای کې لمونځ وکړم؟ رسول الله ورته وویل (نه).

علماء په دې حدیثونو کې د اودس کولو څخه مراد د اوبو استعمال دی. لکه څنګه چې اوښ ډېر غوړ لري نو ځکه خو د اوښ غوښې له خوراک وروسته د خولې او لاس وینځلو ته ترغبب ور کړل شوی. نو په دې حدیثونو کې لاسونو وینځلو او خولې پاکولو درس ور کړل شی نه د اودس کولو.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …