کورپاڼه / هنر او کلتور / راجپال یادیو په مالي ستونزو کې د بالیووډ له ملاتړ مننه وکړه

راجپال یادیو په مالي ستونزو کې د بالیووډ له ملاتړ مننه وکړه

د هندي فلمونو تکړه کومیډن یا خندوونکي اداکار راجپال یادیو له بالیووډ فلمي صنعت څخه مننه کړې، چې په مالي ستونزو کې یې ورسره مرسته او ملاتړ کړې.

نوموړي له یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پرمهال د خپل فلمي سفر او مالي ستونزو په اړه خبرې کړي او کله چې له هغه د مالي ستونزو او په فلمي صنعت کې د سپورټ پوښتنه وشوه نو هغه ورته وویل.

زه چې نن په کوم ځای کې قرار لرم نو د هغې سبب  بالیووډ دی، فلمي صنعت راسره په مالي ستونزو کې ملاتړ او ملتیا وکړه او داسې احساس کوم چې ټولو زما لپاره دروازې پرانیستې.

راجپال یادیو د خپل تریخ ژوند په اړه خبرې کړي او وایي کله چې د کار په لټه ممبۍ ته راتلم نو د موټر کرایه مې هم نه لرله. هغه زیاتوي کله چې ژوند ستونزمن کېږي نو موخې آسانه کېږي او کله چې موخې لاسته راوړل ستونزمن شي نو ژوند آسانه شي.

د یادولو وړ ده چې راجپال یادیو د وروستي ځل لپاره په (قلي نمبر ۱) فلم کې له ورون دهون او ساره علي خان سره راښکاره شوی و. دغه راز هغه په ۲۰۱۸ کال د پنځوس میلونه قرض د نه ادا کولو په جرم بندي شوی هم و.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …