کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د (دي هنډریډ) سیالیو د ټولو لوبډلو نوملړونه او نور معلومات
قیس احمد، راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي

د (دي هنډریډ) سیالیو د ټولو لوبډلو نوملړونه او نور معلومات

په انګلستان کې په لومړي ځل د (دي هنډریډ) یا سل توپونو سیالۍ د یو نوي فارمیټ او نوې بڼې سره پیلېږي، چې ۸ لوبډلې پکې ګډون لري او ۴ افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

دا سیالۍ چې د نارینه او ښځینه دواړو ترمنځ ترسره کېږي، نن د جولای په ۲۱مه نېټه یې د ښځینه لوبډلو سیالۍ پیل کېږي او سبا به بیا د نارینه لوبډلو ترمنځ هم سیالۍ پیل شي، وروستۍ سیالي به بیا د اګست په ۲۱مه نېټه ترسره شي.

په دې سیالیو کې نه یوازې دا چې توپونه ۱۰۰ ټاکل شوي دي، بلکې د نورو سیالیو په پرتله پکې یو شمېر نور بدلونونه هم راوستل شوي دي. خو موږ یې دلته ستاسې سره یوازې د نارینه لوبډلو نوملړونه شریکوو:

برمنګهم پوینیکس Birmingham Phoenix: معین علي، ټام ابیل، فین الین، ډینیل بیل ډرومونډ، پاټ براون، کریس کوک، مالیس هاموند، ټام هیلم، اډم هوس، بیني هاویل، لیام لیوینګسټون، اډم میلن، ډیلون پیننګټن، ډومینیک سبلي، ویل سمید، عمران طاهر او کریس ووکس.

لندن سپیرټ London Spirit: ایون مورګن، محمد عامر، روي بوپاره، میسن کرین، زاک کرالي، بلیک کولین، جو ډینلي، جیډ دیرنبچ، جوش انګلیس، ډان لاورینس، محمدنبي، لوس ریسي، اډم روسینګټن، ریلوف وان در مروي، کریس ووډ او مارک ووډ.

مانچسټر اوریجنلز Manchester Originals: کولن اکرمن، کارلوس بریتویټ، جاس بټلر، جو کلارک، لوکي فیرګوسن، سټیون فین، ریچارډ ګلیسن، سام هین، ټام هارټلي، فریډ کلاسین، ټام لمونبي، کولن مونرو، جیمي اویرټون، مټ پارکینسن، اولي رابینسن او پیل سالټ.

ناردرن سوپر چارجرز Northern Super Chargers: فاف ډوپلیسي، هیري بروک، بریډن کرس، میتیو فیشر، ټام کوهر کیډ مور، کریس لین، اډم لیت، کالم پارکینسن، میتیو پوټس، بین رین، عادل رشید، جان سمپسن، بین سټوکس، جورډن تهامپسن، مجیب الرحمان او ډیویډ ویلي.

اوول انوینسیبلس Oval Invincibles: سام بیلینګس، الیکس بلیک، روري برنز، جورډن کلارک، جورډن کوکس، سام کران، ټام کران، لوري ایوانس، برینډن ګلوور، کولن انګرام، ویل جیکس، سندیپ لامیچین، ثاقب محمود، سنیل ناراین، جیسن رای، ناتن ساوټیر او ریس ټاپلي.

ساودرن بریف Southern Brave: جوفرا ارچر، ډیني بریګس، دیون کانوی، الیکس دیویس، لیام ډاوسن، کولن دي ګرینډ هوم، کوانټین ډي کوک، جارج ګارټن، کریس جورډن، جیک لینتوت، ټیمل میلس، کریګ اویرټون، دیلری رالینس، جیمس وینس، میکس والر او راس وایټلي.

ټرینټ روکیټس Trent Rockets: لیویس ګریګوري، میتیو کارټر، سام کوک، بین کوکس، مرچمنټ دي لانج، الیکس هیلس، راشد خان، ډیویډ ملن، ټام موریس، سټیوین مولاني، سمیت پټیل، وهاب ریاض، جو روټ، ډارسي شارټ، ټیم وان در ګوګتین، لوک ووډ او لوک رایټ.

ویلش فایر Welsh Fire: قیس احمد، جوني بیریسټو، جیک بال، ټام بانټون، جوش کوب، این کوکبین، میتیو کریچلي، لیس ډو پلوی، بین ډکیټ، ریان هیګنس، ډیویډ لویډ، جیمي نیشام، ډیویډ پین، ګلین پیلیپس، لیام پلنکیټ، کیرون پولارډ او اولي پوپ.

د دې سیالیو په اړه ځینې معلومات: هره پاڼۍ به ۱۰۰ توپونه وي، ۱۰ توپونه وروسته به د توپ اچونې ځای بدلېږي، ۱ توپ اچونکی ۵ یا ۱۰ توپونه پرلپسې کولای شي، ۱ توپ اچونکی زیات نه زیات ۲۰ توپونه کولای شي، پاور پلی به ۲۵ توپونه وي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …