کورپاڼه / بېلا بېل / هغه رکشه چې یخچال، ای پېډ، ټلویزیون، مجلې او نور سهولتونه لري
رکشه

هغه رکشه چې یخچال، ای پېډ، ټلویزیون، مجلې او نور سهولتونه لري

ایا کله مو داسې فکر کړی دی چې په یوه رکشه کې به تاسې د یخچال، ای پېډ، ټلویزیون، مجلو، ورځپاڼو او نورو شیانو اسانتیاوې ترلاسه کړئ؟ تاسې به په دې اړه بالکل فکر نه وي کړی، خو دا رښتیا دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د هند په چینای ښار کې د رکشې یو ډرایور (انا درايي) خپله رکشه د مسافرو لپاره ډېره پرمختللې جوړه کړې ده او په دې رکشه کې یې دویو ته د یخچال، ای پېډ، ټلویزیون، مجلو او ورځپاڼو اسانتیاو هم ورکړې ده.

انا درايي د دې تر څنګ چې د رکشې ډرایور دی، هغه یو موټیویشنل سپیکر هم دی، چې بېلا بېلو ځایونو کې یې خلکو ته وېناوې کړي، ټرېننګونه یې ورکړي دي.

د دې ځانګړې رکشې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې لاس په لاس کېږي. لومړی دا ویډیو د یو انسټاګرام اکاونټ له خوا خپره شوې وه.

په ویډی کې انا درايي وايي، چې هغه د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلې زده کړې په نیمه کې پرېښودې، هغه غوښتل چې یو سوداګر جوړ شي، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې د رکشې ډرایوري شروع کړه، بیا یې هم غوښتل چې یو څه ښه وکړي نو خپله رکشه یې له اسانتیاوو ډکه کړه.

د رکشې دغه ډرایور دا هم وايي، چې په ۹ بېلا بېلو ژبو کې لنډې خبرې هم کولای شي او له ښوونکو څخه کرایه هم نه اخلي، د هغوی لپاره یې رکشه بېخي وړیا ده.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …