کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستاني پوځیانو د اختر په ورځ هندي پوځیانو ته مټایان ډالۍ کړل
هندي او پاکستاني پوځیان

پاکستاني پوځیانو د اختر په ورځ هندي پوځیانو ته مټایان ډالۍ کړل

هغه پاکستان چې تل له افغانستان څخه دا غوښتنه کوي، چې هند د دوی دښمن دی او باید افغانستان هم ورسره اړیکې ونه پالي، د اختر په ورځ یې هندي پوځیانو ته په سرحد کې مټایان (خواږه) ورکړل.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د هند او پاکستان ترمنځ پوځیانو د واهګه او راجستان سرحد باندې یو بل ته مټایان ډالۍ کړي دي او د اختر خوشحالۍ یې لمانځلي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دا د ۲۰۱۹ کال څخه راوروسته لومړی ځل دی، چې پاکستاني پوځیان او هندي پوځیان مټایان په خپل منځ کې وېشي.

بلخوا بیا د پاکستان حکومت، پوځ او ولس په بیا بیا دا خبره کوي، چې افغانستان دې له هند سره اړیکې نه ساتي، ځکه چې هغه هندوان دي او د پاکستانیانو دښمنان دي، خو مټایان ورته بیا دوی ورکوي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې، د نواز شریف د حکومت پر مهال پاکستان په رسمي ډول یوه ډله نجونې هند ته د دې لپاره لېږلې وې، تر څو هند دې ته راضي کړي، چې له پاکستان سره د سولې په اړه خبرې وکړي، خو هند ورته په ځواب کې وویل، چې لومړی به د ترهګرۍ څخه لاس اخلي او بیا به د سولې خبرې کېږي.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …