کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ
سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون ښکاره کړ، چې ویل کېږي ښځه او ۱۷ کلنه لور لري، خو په دوبۍ کې یې له خلکو پټ ساتلي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سلمان خان ورور او اداکار ارباز خان یوه نوې خپرونه پیل کړې ده، چې د دغه خپرونې په لومړنۍ برخه کې سلمان خان مېلمه و.

هغه د سلمان خان نه د نورو پوښتنو تر څنګ د ځینو اوازو په اړه هم وپوښتل، چې یوه اوازه پکې دا هم وه، چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خلکو لیکلي دي، چې ته (سلمان خان) ښځه او ۱۷ کلنه لوري چې په دوبۍ کې دې پټ ساتلي دي.

سلمان خان د دې اوازې په اورېدو ډېر وخندل او وې ویل، چې دا هسې فضول خبرې دي او داسې هېڅ نشته دی، زه په ممبۍ کې په ګلیکسي اپارټمنټ کې د خپلو والدینو سره اوسېږم.

که د سلمان خان د فلمونو په اړه خبره وشي، نو د نوموړي د (انتیم) په نوم فلم ثبت پای ته رسېدلی دی، چې اوس د (ټایګر ۳) فلم ثبت ترسره کوي او له هغه وروسته به بیا د (کک ۲) فلم ثبت پیل کړي.

دا هم ولولئ

راجپال یادیو په مالي ستونزو کې د بالیووډ له ملاتړ مننه وکړه

د هندي فلمونو تکړه کومیډن یا خندوونکي اداکار راجپال یادیو له بالیووډ فلمي صنعت څخه …