کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان د قربانۍ غوښه په ۲۷ هېوادونو کې تقسیموي
سعودي عربستان

سعودي عربستان د قربانۍ غوښه په ۲۷ هېوادونو کې تقسیموي

په سعودي عربستان کې د اضاحي پروګرام له لارې د قربانۍ غوښه نه یوازې دا چې د دغه هېواد لیرې پرتو سیمو ته لېږل کېږي، بلکې په ۲۷ هېوادونو کې هم تقسیمېږي.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، د اضاحي پروګرام د نورو کلونو په څېر سږکال هم روان دی، چې د قربانۍ غوښه به پکې د نورو ښارونو تر څنګ نورو هېوادونو ته هم ولېږل شي.

دا پروګرام په ۱۹۸۳ کال کې پیل شوی دی، چې تراوسه پورې یې ۴۰ کاله شوي دي او هدف یې دا دی، چې د دیني شعایرو په برخه کې خلکو ته اسانتیا راولي او خلکو سره مرسته هم وشي.

د اضاحي پروګرام کې د سعودي عربستان شاوخوا ۱۰ دولتي ادارې او وزارتونه کار کوي او او د دغه هېواد لیرې پرتو سیمو ته د اضاحي پروګرام له لارې غوښه رسوي.

همدا راز د دغه هېواد پرته د قربانۍ دا غوښه د نړۍ ۲۷ نورو هېوادونو ته هم لېږل کېږي، تر څو په دغه هېوادونو کې غریبو خلکو کې وویشل شي.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …