کورپاڼه / جالب / هغه خلک چې د خپلو مړو د قبرونو کرایه ورنکړي، مړي یې له قبرونو راویستل کېږي
قبر ۱

هغه خلک چې د خپلو مړو د قبرونو کرایه ورنکړي، مړي یې له قبرونو راویستل کېږي

د مړو څخه د قبرونو د کرایه اخیستلو خبر به ښايي تاسې مخکې نه وي اورېدلی او شاید ډېر جالب یا نا اشنا درته ښکاره شي، خو دا رښتیا دي، چې د نړۍ په یو هېواد کې د قبرونو کرایه هم اخیستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، د امریکا په ګواټیمالا کې د مړو د کورنیو څخه د قبرونو کرایه اخیستل کېږي او که څوک کرایه ورنکړي، نو مړي یې له قبرونو راویستل کېږي.

دا هدیره په یو تعمیر کې جوړه شوې ده چې څو منزلونه لري او دلته د مړو د قبرونو په بدل کې کرایه اخیستتل کېږي. د یو قبر کرایه د څلورو کلونو لپاره ۸۰۰ ده او که د مړي کورنۍ دا کرایه ورنکړي، نو بیا یې مړی له قبر څخه راویستل کېږي او اخوا په عمومي مېدان کې خښول کېږي، چې دولتي ساحه ده.

قبر ۲

په دغه عمومي میدان کې چې کله مړي خښول کېږي، نو د هغې بیا هېڅ فیس نه اخیستل کېږي او نه هم له دغه ځای څخه څوک مړي راوباسي، خو دغه ځای کې بیا ان ډېر مړي هم یو ځای خښول شوي وي.

په دغه ځای کې د قبرونو کرایه له دې امله اخیستل کېږي، چې د هدیرو لپاره ځانګړي شوي ځایونه ډېر کم دي او له همدې امله څو منزله تعمیر د هدیرې په توګه جوړ شوی دی، خو قبرونه یې په کرایه دي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …