کورپاڼه / جالب / د واده په ورځ ناوې پولیسو ته زنګ وکړ، داسې څه یې وویل چې واده په غوبل بدل شو
ناوې

د واده په ورځ ناوې پولیسو ته زنګ وکړ، داسې څه یې وویل چې واده په غوبل بدل شو

په هند کې یوې ناوې د واده په ورځ پولیسو ته زنګ وکړ او هغوی یې د خپل واده د درولو لپاره راوغوښتل، چې وروسته د واده ځای سم په غوبل بدل شو.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دا واده په ناګپور سیمه کې روان و، چې د هندوانو د دیني رسم (پهیری) نه لږ ساعت مخکې ناوې پولیسو ته زنګ وکړ او هغوی ته یې وویل، چې زه له بل چاسره مینه کوم او له دې هلک سره واده کول نه غواړم.

کله چې د ناوې له خوا واده پولیس راوغوښتل شول، نو د واده ځای کې بد حال جوړ شو، د دواړو کورنیو خلکو د ناوې د پوهولو لپاره ډېره هڅه وکړه، خو هغې له واده انکار وکړ.

وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ خبرې ان په شخړه واوښتې او بیا د ناوې له انکار وروسته د واده د ختمولو پرېکړه وشوه، دواړه کورنۍ خپلو خپلو کورونو ته ستنې شوې.

پولیسو رسنیو ته د دې واده په اړه وویل، چې دغه ناوې له واده یوه اونۍ مخکې خپلې مور ته ویلي و، چې هغه له دې هلک سره واده کول نه غواړي، خو کورنۍ یې په زور غوښتل چې دا نجلۍ واده کړي، نو دوی دا واده ختم کړ.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …