کورپاڼه / هنر او کلتور / صبا قمر تراوسه پورې ولې واده نه دی کړی؟
صبا قمر

صبا قمر تراوسه پورې ولې واده نه دی کړی؟

د پاکستاني فلمونو او سریالونو مشهورې اداکارې او موډلې صبا قمر تراوسه پورې واده نه دی کړی او د واده د نه کولو وجه یې هم په ټولنیزو رسنیو کې شریکه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، صبا قمر په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د هغه پوښتنې ځواب ورکړی دی، چې له هغې څخه ډېر پوښتل کېږي چې ولې یې واده نه دی کړی.

اداکاره صبا قمر وايي، کله چې یو څوک مانه پوښتنه وکړي، چې ته ولې تراوسه یوازې یا مجرده یې، نو زه ورته په ځواب کې وايم، چې د څلورو ورځو د توجو خپلولو لپاره ولې هره ورځ ځان ته ټینشن جوړ کړم، زما دا ټینشن او لانجه نه ده پکار.

د صبا قمر مینه وال په ټولنیزو رسنیو کې د هغې دا ځواب د هغې د واده نه کولو وجه ګڼي او وايي چې له دې امله صبا قمر له واده څخه لیرې تښتي.

د یادولو ده چې د روان کال د مارچ په میاشت کې صبا قمر د واده اعلان کړی و او د عظیم خان په نوم له یو کس سره یې واده کولو، خو وروسته یې له دغه واده څخه انکار وکړ او وې ویل چې د ځینو شخصي ستونزو له امله واده نه شي کولای.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …