کورپاڼه / سياست او روانې چارې / چین کې بارانونو ۱۰۰۰ کلن ریکارډ مات کړ
چین کې باران

چین کې بارانونو ۱۰۰۰ کلن ریکارډ مات کړ

په چین کې د بارانونو اورښت بېخي ډېر شوی دی او ویل کېږي چې ۱۰۰۰ کلن ریکارډ یې هم مات کړی دی، چې تراوسه پورې پکې ۲۵ کسان مړه شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، په چین کې له تېرو درې ورځو راهیسې ډېر خطرناک باران روان دی، د باران له امله موټرې، کوڅې او هر څه په اوبو کې ډوب شوي دي.

د چین یو خبري اژانس د ژینګ ژو ښار د باران یوه ویډیو خپره کړې ده، چې پکې لیدل کېږي میټرو په اوبو کې ډوبه ده او ډېر مسافر هم پکې بند پاتې دي.


په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د ژینګ ژو ښار ۱۰ میلیونه وګړي حکومت ته په تمه دي، چې د باران له دې بد وضعیت څخه یې وژغوري.

په راپور کې ویل شوي دي چې تراوسه پورې د باران له امله ۲۵ کسان مړه شوي دي او په هینان ولایت کې بیا بارانونو ۱۰۰۰ کلن ریکارډ مات کړی دی.

د چین ځایي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي دي، چې د بارانونو له امله ۱ میلیون کسان ډېر سخت اغېزمن شوي دي، همدا راز ۱۶۰ زره وګړي په کډوالۍ مجبوره شوي دي او ډېر خلک په بارانونو کې ورک دي.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …