کورپاڼه / خبرونه / د سریلانکا کرکټ لوبډله د لوبې د فیس ۲۰ سلنه جریمه شوه
هند او سریلانکا

د سریلانکا کرکټ لوبډله د لوبې د فیس ۲۰ سلنه جریمه شوه

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د هند پر وړاندې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د اورونو په خپل ټاکلي وخت کې نه ترسره کولو له امله د سریلانکا لوبډله جریمه کړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې اورونه په ټاکلي وخت کې ترسره نه کړل، چې له دې امله ټوله لوبډله د یوې لوبې د فیس ۲۰ سلنه جریمه شوه.

په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده او پکې یې ویلي دي، چې سریلانکا یې له دې امله جریمه کړې ده چې د هند پر وړاندې یې اورونه په خپل وخت نه و ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې، هره لوبډله باید په ۱ ساعت کې ۱۵ اورونه ترسره کړي او که چېرته ټول اورونه په خپل وخت ترسره نه کړي، نو د ۱ اور په سر به د لوبې د فیس ۲۰ سلنه جریمه کېږي.

د یادولو وړ ده چې هند په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ۳ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړې وه، د دواړو هېوادونو ترمنځ به دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۲۳مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …