کورپاڼه / جالب / هغه جالبه کورنۍ، چې هر څه یې په یوه نېټه شوي، نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ
سندهۍ کورنۍ

هغه جالبه کورنۍ، چې هر څه یې په یوه نېټه شوي، نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

یوه داسې جالبه کورنۍ ده چې د کورنۍ ۹ کسان ټول په یوه نېټه باندې پېدا شوي دي، همدا راز د دغه کورنۍ مشر بیا خپله دنده او واده هم په همدغه نېټه ترلاسه کړي دي او اوس د هغه د کورنۍ نوم د کتابونو په نړیوال ریکارډ (ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ) کې هم ثبت شو.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی د امیر علي په نوم یو کس د دوه کلونو له هڅو وروسته په ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کې د خپلې کورنۍ نوم ثبت کړ.

دا سړی د یو ښوونځي ښوونکی دی، په علم نجوم یقین لري، کله چې هغه دنده پیل کړه نو د اګست لومړۍ نېټه وه، همدا راز واده هم هغه د اګست په لومړۍ نېټه وکړ.

امیر علي به ۱۹۶۸ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه پېدا شوی، مېرمن یې په ۱۹۷۳ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه زېږېدلې ده او همداسې یې لومړۍ لور سندهو امیر په ۱۹۹۰ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه پېدا شوې ده.

له هغه وروسته یې دوه غبرګونې لوڼې سسي او سپنا هم په ۱۹۹۸ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه وزېږېدلې، د عامر په نوم زوی یې په ۲۰۰۱ کال کې اګست په لومړۍ نېټه، د امبر په نوم زوی یې په ۲۰۰۲ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه او له هغه وروسته یې دوه غبرګوني زامن عمار او احمر هم په ۲۰۰۳ کال کې د اګست په لومړۍ نېټه پېدا شوی دي.

دغه سړی وايي چې د هغه ټول اولادونه په کور کې پېدا شوي دي او وروسته یې هغه بیا د زېږېدو سندونه جوړ کړي دي. هغه وايي ملګرو ورته وویل، چې د دغه ریکارډ د جوړولو ادعا دې وکړي، بیا چې هر څه کېږي. هغه به وشي.

امیر علي وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د دې ریکارډ ادعا وکړه، وروسته یې بیا ټول ضروري اسناد او عکسونه هم د ګنیس ادارې ته ولېږل او په ۲۰۲۱ کال کې ورته هغوی بیا د ریکارډ سند ورکړ.

امیر علي د خلکو لاسونه هم ګوري، شاعر هم دی او څو ماسټرۍ یې هم کړي دي. هغه د هغه امریکايي ریکارډ مات کړ، چې په ۱۹۶۶ کال کې د هغه په کورنۍ کې ۵ کسان په یوه نېټه، یعنې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه زېږېدلي و.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …