کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني نن کابل ښار کې ګرځېدلی او بي بي ګلې سره یې یو محلي رسټورانټ کې ډوډۍ هم خوړلې
بي بي ګله او ولسمشر غني

ولسمشر غني نن کابل ښار کې ګرځېدلی او بي بي ګلې سره یې یو محلي رسټورانټ کې ډوډۍ هم خوړلې

ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل ښار کې له لومړۍ مېرمنې بي بي ګلې سره یو ځای ګرځېدلی دی، د کابل ښاریانو ته یې د لوی اختر مبارکي ورکړې ده او بیا یې له بي بي ګلې سره په یو محلي رسټورانټ کې ډوډۍ هم خوړلې ده.

د ارګ له فېسبوکپاڼې څخه د ولسمشر غني او بي بي ګلې عکسونه خپاره شوي دي، چې له ښاریانو سره اخیستل شوي او همدا راز په یو رسټورانټ کې د ډوډۍ پر مهال هم لیدل کېږي.

ولسمشر غني له خپلې رسمي فېسبوکپاڼې څخه هم یو عکس خپور کړی دی، چې هغه او بي بي ګله پکې په یو محلي رسټورانټ کې لیددل کېږي.

هغه له دې عکس سره لیکلي دي: ((د لوی اختر لومړۍ، دویمه او درېیمه ورځ مې د ملي وسله والو ځواکونو سره په مرکز او ختیڅ کې تېرې کړه. نن ماښام مې د کابل ښار په یو محلي رستورانت کې له بي بي ګلې سره د څو شېبو لپاره ډوډۍ وخوړله.))

ولسمشر محمد اشرف غني نن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ختیځ زون ته تللی و، چې د ختیځ زون امنیت یې وارزاوه او هلته یې له چارواکو سره هم ولیدل.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …