کورپاڼه / د لوبو راپورونه / محمد نایم او سومیه سرکار بنګله دېش ته بریا ورپه برخه کړه
سومیه سرکار او محمد نایم

محمد نایم او سومیه سرکار بنګله دېش ته بریا ورپه برخه کړه

د زمبابوې پر وړاندې د بنګله دېش لپاره محمد نایم او سومیه سرکار ښه توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې یې په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه نن په هراری کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

زمبابوې په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې ریګیس چکابوا ۴۳، دیون مایرس ۳۵ او ویسلي مادیویر ۲۳ منډې وکړې. د بنګله دېش له خوا مستفیظ الرحمان ۳، محمد سیف الدین او شوریف السلام ۲-۲، سومیه سرکار او شکیب الحسن ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۵۳ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په ۱۸.۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا محمد نایم ۶۳ ناسوځېدلې او سومیه سرکار ۵۰ منډې وکړې. د زمبابوې له خوا بیا کوم توپ اچونکی ونه توانېده چې کومه ویکټ ترلاسه کړي، دواړه لوبغاړي د منډې پر مهال سوځېدلي و.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سومیه سرکار ته ورکړل شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه د جولای په ۲۳مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …