کورپاڼه / هنر او کلتور / ((د شاه رخ خان، سلمان خان او اکشی کمار وخت ختم دی))
شاه رخ خان، سلمان خان او اکشی کمار

((د شاه رخ خان، سلمان خان او اکشی کمار وخت ختم دی))

د هندي سینما مشهور فلم جوړونکي پریا درشن د هندي سینما د مشهورو هنرمندانو شاه رخ خان، سلمان خان او اکشی کمار په اړه ویلي دي، چې د دوی وخت یا دور نور ختم دی.

۶۴ کلن فلم جوړونکی وايي، چې نن سبا د فلمونو مینه وال هغه فلمونه نه خوښوي چې له حقیقت څخه لیرې وي، اوس فلمي نړۍ بدله شوې ده، دوی ته پکار دي چې د خدای شکر وباسي، ځکه چې شاه رخ خان، سلمان خان او اکشی کمار اوس هم د مخکښو ستورو په توګه له خپل کیریر نه خوند اخلي، خو راتلونکي وخت کې به اداکاران مهم نه وي بلکې، د فلم کیسه به مهم وي.

پریا درشن چې هندي سینما ته یې څلور لسیزې ډېر مشهور فلمونه ورکړي دي، وايي چې اوس وخت فلمونه حقیقت ته نږدې کېږي، اوس که فلم کومیډي یا هم تراژيدي، خو فلم جوړونکي باید موادو ته ډېر ارزښت ورکړي. هغه وايي، زه فکر نه کوم چې حقیقت ته نږدې کیسو باندې جوړ شوي فلمونه دې اوس ناکامه شي.

د یادولو ده چې پریا درشن په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې فلمي نړۍ ته راغلی و او په پیل کې یې په ملیالم او تامل سینما کې کار کولو، له هغه وروسته یې په ۲۰۰۰ کال کې مشهور فلم (هیرا پهیري) جوړ کړ او هندي سینما کې یې هم کار پیل کړ.

پریا درشن د هندي سینما له مخکښو هنرمندانو سره کار کړی دی، هغه له شاه رخ خان سره په ۲۰۰۷ کل کې (بلو باربر)، له سلمان خان سره (کیو کي) او له اکشی کمار سره (هنګامه، ګرم مصالحه او هیرا پهیري) فلمونه جوړ کړي دي.

دا هم ولولئ

راجپال یادیو په مالي ستونزو کې د بالیووډ له ملاتړ مننه وکړه

د هندي فلمونو تکړه کومیډن یا خندوونکي اداکار راجپال یادیو له بالیووډ فلمي صنعت څخه …