کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو ګرانبیه شمع، چې دوه زره پاونډه بیه لري
ګرانبیه شمع

د نړۍ تر ټولو ګرانبیه شمع، چې دوه زره پاونډه بیه لري

په نړۍ کې به مو د ډېرو ګرانبیه شیانو په اړه اورېدلي وي، په خپلواک وېبپاڼه کې هم وخت نا وخت د ډېرو داسې شیانو په اړه معلومات خپاره شوي دي، چې ډېره ګرانه بیه لري.

خو نن درته د نړۍ د تر ټولو ګرانبیه شمعې په اړه معلومات درکوو، چې د دې شمعې بیه ۲۰۲۱ برتانوي پاونډه ده، چې څه دپاسه دوه سوه زره افغانۍ جوړېږي.

دا ګرانبیه شمع د فلیمنګ کریپ په نوم یو شرکت جوړه کړې ده، چې وايي په پرلپسې ډول ۳۰ ساعته لګېږي. د دې شمعې نوم (سمیلز لایک کاپیټیلزم) دی.

کله چې دا شمع لګېدلي وي، یعنې اور کوي، هغه مهال د یو ځانګړي پوټکي د بټوې او لوټونو د سوځېدو بوی ترې راځي او ویل کېږي چې دا د سرمایه دارۍ د نظام احساس ورکوي.

دغه شرکت چې دا ګرانبیه شمع یې جوړه کړې ده، وايي چې د دې شمعې له لارې چې یې کومې پېسې وګټلې، هغه به په برېتانیه کې د بې کوره خلکو سره مرسته کوي، یعنې دا ګرانبیه شمع یې د خېریه کار لپاره جوړه کړې ده.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …