کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د سلسله عليخېل په لوپټه پسې غوټه شوي لوټ کې څه پېغام دی؟

د سلسله عليخېل په لوپټه پسې غوټه شوي لوټ کې څه پېغام دی؟

په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور سلسله عليخېل چې څو ورځې وړاندې تښتول شوې او بیا پرېښودل شوې وه، په لوپټه پسې یې یو لوټ هم غوټه شوی و.

دا لوټ چې د پنځوس کلدارو دی، یو پېغام پرې لیکل شوی دی او دا پېغام د افغان سفیر لپاره ښکاره کېږي. په دې لوټ لیکل شوي دي: ((بل ځل ستا نوبت.)) د دغه لوټ عکس په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

پنځوس کلدارې

د یادولو وړ ده چې دا پېښه د جولای په ۱۶مه نېټه ترسره شوې وه، چې د افغان حکومت او افغانانو له خوا د پراخ غبرګون سره هم مخ شوه.

افغان حکومت له پاکستان څخه خپل سفیر او ډیپلوماټان هم کابل ته راوغوښتل او وې ویل، چې تر څو پاکستان مجرمین نه وي نیولي او د سفیر د امنیت ډاډ یې نه وي ورکړی، تر هغې پورې به افغان سفیر اسلام اباد ته نه ځي.

که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و، چې په ۴۸ ساعته کې باید دغه کسان ونیول شي، خو د کورنیو چارو وزیر بیا په خپل یو پېغام کې دا هم ویلي و، چې د افغان سفیر لور چا نه وه تښتولې او دا د هند له خوا د پاکستان د بدنامولو یوه هڅه وه.

دا هم ولولئ

امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ …