کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي
محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن دویمه لوبه د برمنګهم پوینیکس او لندن سپیرټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا سیالۍ چې د ښځینه و او نارینه و دواړو لوبډلو لوبې په یو وخت پیل شوي دي، نن د نارینه و لوبډلو دویمه لوبه ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت ۱۰ بجې به پیل شي.

په دې سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي هم لوبېږي او له ډلې یې محمد نبي بیا د لندن سپیرټ لوبډلې لپاره لوبېږي، چې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د محمد نبي په لوبډله کې د ایون مورګن، کریس ووډ، محمد عامر، جوش انګلیش، جو ډینلي، زاک کرالي او روي بوپاره په څېر مشهور لوبغاړي هم لوبېږي.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ یوازې د ۱۰۰ توپونو سیالۍ دي چې هره پاڼۍ کې ۱۰۰ توپونه وي او هر توپ اچونکی ټول ۲۰ توپونه ترسره کولای شي، په یو وخت په پرلپسې ډول بیا د پنځه توپونو کولو اجازه لري.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …