کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا په دریمه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه
اویشکا فرنانډو

سریلانکا په دریمه لوبه کې هند ته ماتې ورکړه

سریلانکا که څه هم د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ له لاسه ورکړه، خو په دریمه لوبه کې یې زبردسته لوبه ترسره کړه او د ۳ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د هند او سریلانکا ترمنځ دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه په کولمبو کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې هند پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

هند په ۴۳.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې پریتوي شاو ۴۹، سنجو سمسون ۴۶ او سوریا کمار یادو ۴۰ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا پراوین جایا وکرما او اکیلا دنانجایا ۳-۳، دوشمانتا چمیرا ۲، چمیکا کرونارتنی او داسون شناکا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۲۷ منډو هدف د سریلانکا لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۳ ویکټو په توپیر یې په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا اویشکا فرنانډو ۷۶، بهانوکا راجا پکسا ۶۵ او چاریت اسالنکا ۲۴ منډې وکړې. د هند له خوا راهول چاهار ۳و چیتن سکاریا ۲، کرشنپا ګوتم او هاردیک پانډیا ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اویشکا فرنانډو ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه سوریا کمار یادو ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …