کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دي هنډریډ: محمد نبي ۱ ویکټ ترلاسه کړه خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه
محمد نبي

دي هنډریډ: محمد نبي ۱ ویکټ ترلاسه کړه خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه

د انګلستان په (دي هنډریډ) سیالیو کې پرون د محمد نبي اړوند لوبډلې لندن سپیرټ لومړۍ لوبه ترسره کړه، خو په دغه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه، محمد نبي په توپ اچونه کې ۱ ویکټ ترلاسه کړه او په توپوهنه کې یې ۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د (دي هنډریډ) د نارینه و سیالیو دویمه لوبه د لندن سپیرټ او برمنګهم پوینیکس لوبډلو ترمنځ په برمنګهم کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې برمنګهم پچه وګټله او لومړی یې لندن ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لندن په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې زاک کرالي ۶۴، جو ډینلي ۲۵ او روي بوپاره ۱۷ منډې وکړې، همدا راز محمد نبي هم ۶ ناسوځېدلې منډې  ترلاسه کړې. د برمنګهم له خوا اډم میلن، ټام هیلم او بیني هاویل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۴۵ منډو هدف د برمنګهم لوبډلې په ۹۷ توپونو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۳ ویکټو په توپیر یې په روانو سیالیو کې لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.

د دوی له خوا معین علي ۴۰، کریس بینجامین ۲۴ ناسوځېدلې او لیام لیوینګسټون ۱۹ منډې وکړې. د لندن له خوا بلیک کولین او محمد عامر ۲-۲، محمد نبي، کریس ووډ او ریلوف وان در میروي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بیا د لندن سپیرټ لوبډلې لوبغاړي زاک کرالي ته ورکړل شوه.

بلخوا بیا د ښځینه سیالیو په برخه هم دویمه لوبه د برمنګهم او لندن ترمنځ ترسره شوه، چې په دغه لوبه کې لندن د ۳ ویکټو په توپیر برمنګهم ته ماتې ورکړه.

په دي هنډریډ سیالیو کې نن د نارینه و په برخه کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د ټرینټ راکیټس او ساودرن بریف او دویمه لوبه د ناردرن سوپر چارجرز او ویلش فایر لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …