کورپاڼه / روغتيا / په ګرمۍ کې به کومې مېوې خورو؟ دلته یې ولولئ

په ګرمۍ کې به کومې مېوې خورو؟ دلته یې ولولئ

د ګرمۍ په موسم کې استعمالېدونکې مېوې که له یوې خوا د بدني روغتیا لپاره ګټورې وي، بل لوري ته د ګرمۍ له اغېزو خوندیتوب هم رامنځته کوي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د انسان بدن هره ورځ له دوو تر دریو مېوو ته اړتیا لري، لکه څنګه چې مېوې خوږوالی لري نو اړینه ده چې له اعتدال څخه پکې ګټه واخلو.

دوی وایي د مېوې د خوراک غوره وخت د سباناري وخت دی یاهم د غرمې پر وخت او یاهم د شپې د خوراک ترمنځ یې غوره وخت دی او کله چې وږي شوئ نو مېوې وخورئ ترڅو د بدن کالوري او شکر مو ډېر نه شي او وزن مو ورسره زیات نه شي.

هندواڼه: هندواڼه د ګرمۍ د موسم یوه غوره مېوه ده، ځکه چې د اوبو کچه یې ډېره زیاته ده او د ویټامین ای او کیروټینایډز اندازه یې هم د پام وړ ده، چې دفاعي سیستم متحرک کوي او سترګو ته روغتیا بخښي. دغه راز لایکوپین هم لري چې هندواڼې ته یې سور رنګ بخښلی او د سرطان پر وړاندې مقابله کوي.

شفتالو: د شفتالو اغېز سوړ وي او د انټي اکساید لرونکې وي. دغه راز بیټا کیروټین او لوټین هم لري چې د سترګو لپاره ګټور وي او ترڅنګ یې اوسپنه، میګنیزیم او پوتاشیم هم لري او پولیفینول یې هم د جوړښت برخه ده، چې د هډوکو لپاره ګټور او د زړه او شکر د ناروغیو خطر کموي او د قبض مخنیوی کوي.

انګور: انګور د ویټامین سي او انټي اکساید لرونکې وي چې د روغتیا اړوند ستونزې حلوي، د بېلګې په توګه د شکر، سرطان او د زړه د ناروغیو. دغه ویټامین بي ۱، ویټامین بي ۲، ویټامین بي ۶، مس، مینګنیز او انټي اکساید لري او د اینټوکایننس، کیټیچنز او کویرسټین په نوم مرکبونه یې د سرطان پر وړاندې مقابله کوي او پوتاشیم یې د وینې لوړ فشار ته ښه وي.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …