کورپاڼه / روغتيا / معذوره کس ته ۲۳ کاله وروسته نور (مټ او لاسونه) ولګول شو
فلیکس ۱

معذوره کس ته ۲۳ کاله وروسته نور (مټ او لاسونه) ولګول شو

هغه سړی چې په ۱۹۹۸ کال کې یې د برېښنا نیولو له امله خپل دواړه مټ او لاسونه له لاسه ورکړي و، ډېره موده وروسته یې بخت بېداره شو او بیا د مټ او لاسونو خاوند شو.

د برېتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل د راپور په وېنا، د ۴۹ کلن فیلکس ګریټرسن په نوم دې کس ډېر کلونه وروسته یو ځل بیا مټ یا بازو ترلاسه کړل او وايي چې اوس به بیا خپل اولادونه په خپله غېږ کې راواخیستلی شي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې فیلکس په ۱۹۹۸ کال کې د برېښنا نیولو له امله خپل دواړه مټ له لاسه ورکړي و، د دغه پېښې وروسته ډاکټرانو د هغه ۵۴ عملیات وکړل او د هغه له بدن یې نه د هغه مټ لیرې کړل، هغه ۳ میاشتې په کوما کې هم و.

فیلکس د معذورۍ له امله ډېر زړه ماتی شو او له نورو ستونزو سره هم مخ شو، خو ۲۳ کاله د دې لپاره انتظار وکړ، چې یو څوک پېدا شي او هغه ته مټ ورکړي، د هغه دا انتظار ۲۳ کاله وروسته ختم شو او مټ یې ترلاسه کړل.

فیلکس ۲

په راپور کې ویل شوي دي، چې د فیلکس عملیات په فرانسه کې ترسره شو، چې د ۵ روغتونونو ډاکټرانو پکې برخه اخیستې وه او دې عملیاتو ۱۵ ساعته دوام وکړ.

د فیلکس نه مخکې، د ډیوبرناډ په نوم سړی، چې په روانه میاشت کې مړ شو، هغه ته هم لاسونه او د مخ یو څه برخه د بل چا لګول شوي و.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …