کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / په (دي هنډریډ) سیالیو کې نن راشد خان، مجیب او قیس احمد لوبېږي
قیس احمد، مجیب الرحمان او راشد خان

په (دي هنډریډ) سیالیو کې نن راشد خان، مجیب او قیس احمد لوبېږي

پرون د انګلستان په (دي هنډریډ) سیالیو کې محمد نبي لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې یوازې ۱ ویکټ یې ترلاسه کړه، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه، نن به درې نور افغان لوبغاړي هم په دغه سیالیو کې خپلې لومړۍ لوبې ترسره کړي.

نن د نارینه و سیالیو په برخه کې لومړۍ یا عمومي دریمه لوبه د ټرینټ روکیټس او ساودرن بریف لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت به ۶ بجې پیل شي.

د ټرینټ روکیټس لپاره راشد خان لوبېږي، چې نن به خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي، په سادرن بریف لوبډله کې بیا کوم افغان لوبغاړی نشته.

همدا راز څلورمه لوبه بیا د ناردرن سوپر چارجرز او ویلش فایر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شته او له یو بل سره به مخامخ شي.

په ناردرن سوپر چارجرز لوبډله کې مجیب الرحمان او په ویلش فایر لوبډله کې بیا قیس احمد لوبېږي، که نن چانس ورکړل شي نو دي هنډریډ کې به خپلې  لومړنۍ لوبې ترسره کړې.

دا لوبه د افغانستان په وخت ۹:۳۰ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …