کورپاڼه / خپلواک / د اسټراليا ۵ کرکټ لوبغاړې چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړي
اسټراليا لوبغاړې

د اسټراليا ۵ کرکټ لوبغاړې چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړي

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ نومبر ۲۰۱۹): د اسټراليا د نارينه و لوبډلو چې د کرکټ لوبډلو په برخه کې يوه له مخکښو لوبډلو څخه ده او د دې تر څنګ چې د ډېرو نړيوال جامونو ګټلو ريکارډ په خپله برخه لري، همدا راز نور ډېر ريکارډونه هم اسټراليايي لوبغاړو جوړ کړي دي.

خو نن درته د اسټراليا پنځه ښځينه توپوهونکې درپېژنو، چې د خپلې لوبډلې لپاره په شل اوريزو سياليو کې ښې ځلېدلي دي او ډېرې منډې يې ترلاسه کړي دي.

ميګ ليننګ:

ميګ ليننګ

۲۷ کلنه ميګ ليننګ د اسټراليا د ښځينه لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکې ده چې د اسټراليا لوبډلې لپاره يې په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړي دي.

نوموړي د اسټراليا لپاره ۹۴ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړی دی، چې ۲۵۸۰ منډې يې ترلاسه کړي دي او دا د يوې اسټراليايي لوبغاړې له لوري په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې دي.

دغه لوبې نوموړې د ۳۶.۸۵ په اوسط او همدا راز د ۱۱۷.۹۶ په سټرايک رېټ سره ترلاسه کړي دي. هغې په يوه لوبه کې بيا ۱۳۳ ناسوځېدلې زياتې منډې هم ترسره کړي دي.

اليسا هېلي:

اليسا هيلي

۲۹ کلنه اليسا هېلي د اسټراليا د ښځينه لوبډلې ويکټ ساتونکې او د پيل توپوهونکې ده چې ۱۰۱ شل اوريزو لوبو کې يې د اسټراليايي لوبډلې لپاره ګډون کړی دی.

نوموړې دویمه توپوهونکې ده چې د اسټراليا ښځينه لوبډلې لپاره يې زياتې منډې ترلاسه کړي دي. هغې د ۱۳۰.۲۳ په سټرايک رېټ او ۲۵.۸۴ په اوسط سره ۱۸۰۹ منډې ترلاسه کړي دي.

د هغې په یوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې بيا ۱۴۸ ناسوځېدلې منډې دي، چې په وروستۍ لوبه کې يې د سريلانکا ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي دي او همدا راز خپله لوبډله يې بريالۍ او د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه یې ترلاسه کړې ده.

ايليس ويلاني:

ايليس ويلاني

۳۰ کلنه ايليس ويلاني د مډل ارډر توپوهونکې ده چې د اسټراليا د ښځینه لوبډلې لپاره يې ۶۲ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي دي او ۱۳۶۹ منډې يې ترلاسه کړي دي. هغې په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې ۹۰ ناسوځېدلې منډې کړي دي.

د نوموړې د توپوهنې اوسط ۲۸.۵۲ دی او همدا راز سټرايک رېټ يې بيا ۱۱۸.۲۲ دی.  خو نوموړې خپله وروستۍ لوبه د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۴مه نېټه د انګلستان د ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه.

اليکس بلېکويل:

اليکس بلېکويل

اليکس بلېکويل بيا الراونډره وه چې د اسټرالیا ښځينه لوبډلې لپاره يې ۹۵ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړی و. هغې خپله وروستۍ لوبه په ۲۰۱۷ کال کې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه.

نوموړې څلورمه توپوهونکې ده چې په شل اوريزو سياليو کې يې ډېرې منډې ترلاسه کړي دي. هغې د ۹۲.۹۲ په سټرايک رېټ او د ۲۱.۱۹ په اوسط سره ۱۳۱۴ منډې کړې وې.

همدا راز په يوه لوبه کې بيا نوموړې تر ټولو زياتې ۶۱ منډې ترلاسه کړې وې.

ايليس پيري:

ايليس پيري

۲۹ کلنه ايليس پيري چې د اسټراليا ښځينه لوبډله کې اوس هم لوبېږي، الراونډره ده او وروستۍ هغه توپوهونکې ده چې تر زر منډو يې زياتې ترلاسه کړې دي.

هغې د اسټراليا ښځينه لوبډلې لپاره ۱۱۱ لوبې ترسره کړي دي، چې د ۱۰۵.۷۶ په سټرايک رېټ او د ۳۰.۵۸ په اوسط سره يې ۱۱۰۱ منډې ترلاسه کړي دي. همدا راز په يوه لوبه کې يې بيا زياتې منډې ۶۰ ناسوځېدلې منډې دي.

همدا راز هغه په توپ اچونه کې هم د اسټراليا يوه مخکښه لوبغاړې ده، چې په ۱۱۱ شل اوريزو سياليو کې يې ۱۰۶ ويکټې ترلاسه کړي دي او په يوه لوبه کې يې بيا د ۱۲ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …