کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / یمین احمدزی ۲۹ کلنه شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

یمین احمدزی ۲۹ کلنه شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکي یمین احمدزی د خپل عمر ۲۹ پسرلي پوره کړل، نوموړی په ۱۹۹۲ کال کې د جولای په ۲۵مه نېټه په لغمان ولایت کې زېږېدلی و.

یمین احمدزی د افغانستان لپاره په لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه کې، چې له هند سره وه، هم لوبېدلی دی، چې په دغه لوبه هغه د ځان او افغانستان لپاره لومړنۍ ویکټ هم ترلاسه کړې وه

هغه په ۲۰۱۵ کال ملي لوبډلې ته راغی، لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۵ کال د زمبابوې پر وړاندې او وروستۍ یې په ۲۰۱۹ کال د ویسټ پر وړاندې ترسره کړه، چې ټولې یې ۴ یوه ورځنۍ لوبې کړي او ۲ ویکټې لري.

یمین احمدزي لومړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۵ کال د عمان او وروستۍ یې په همدې کال د عمان پر وړاندې ترسره کړه. هغه دوه شل اوریزې لوبې کړي دي او پنځه ویکټې یې اخیستې دي.

دغه راز لومړنۍ ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ د هند او وروستۍ په روان کال کې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه. یمین د افغانستان لپاره په ټولو ټیسټ لوبو کې لوبېدلي او ۵ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …