کورپاڼه / ليکنې / ولې ځینې کسان د خبرو پرمهال اخوا، دېخوا ګوري؟

ولې ځینې کسان د خبرو پرمهال اخوا، دېخوا ګوري؟

ولې ډېر شمېر خلک د خبرو، اترو پرمهال اخوا، دېخوا ګوري او تر شا کومې نښې، نښانې شتون لري؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې ډېر لږ خلک پرې پوهېږي. ډېر شمېر خلک د خبرو اترو پرمهال د مخاطب سترګو ته نه شي کتلی او اخوا، دېخوا ګوري.

دا ډول کړنه مقابل لوري ته داسې احساس ور کوي چې د هغه خبرې په توجه سره نه اورېدل کېږي او دغه عادت بد ګڼي، خو څېړنو ښودلې ده چې دا یو طبیعي کړنه ده.

که چېرته یو شخص د خبرو پرمهال اخوا، دېخوا ګوري نو ددې مطلب هیڅکله دا نه دی چې هغه ستاسو خبرو ته اهمیت نه ورکوي، بلکې لامل یې دادی چې زموږ دماغو د کلمو په ترتیب او انتخاب کې مصروفه وي او په همدې سبب څېرې نشو تمرکز کولی.

همدا سبب دی کله چې تاسې د خبرو پرمهال ستونزمن کلمې استعمالوئ، نو په داسې حال کې د مخاطب سترګو ته کتل او خبرې کول ستونزمن کېږي، دا په حقیقت کې زموږ د دماغي حالت عکاسي کوي او د خبرو پرمهال د مخاطب پر څېره تمرکز کول ستونزمن کېږي.

نو کله چې تاسې له داسې حالت سره مخ شوئ نو پوه شئ چې مخاطب مو د دوو بېلابېلو شیانو په ټاکنه کې بوخت دی، نو ځکه هغه به له ستاسو سره خبرې کوي خو فکر به یې بل لوري ته وي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه جملې چې باید ماشوم ته ونه ویل شي

بې ځایه نېوکې کول د ماشومانو پر کمزوري ذهن منفي اغېزې کوي او شخصیت جوړونه …