کورپاڼه / خپلواک / محمد شهزاد د توپاني توپوهنې پر مټ خپله لوبډله بريالۍ کړه
محمد شهزاد

محمد شهزاد د توپاني توپوهنې پر مټ خپله لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٩ نومبر ٢٠١٩): محمد شهزاد په لس اوريزه ليګ کې نن په زړه پورې او توپاني توپوهنه ترسره کړه چې په ٢١ توپونو يې ٥٧ منډې وکړې او خپله لوبډله يۍ بريالۍ کړه.

نن د لس اوريزه ليګ په ١٣مه لوبه کې د ډيکن ګليډيټرز او قلندرز لوبډلې سره مخامخ شوې. د لوبې پچه قلندرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډيکن ګليډيټرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې افغان توپوهونکي محمد شهزاد د ٦ شپږيزو او ٣ څلوريزو پر مټ په ٢١ توپونو ٥٧ منډې وکړې. همدا راز شين واټسن ٣٠ او بين کټينګ ٢١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د قلندرز لپاره جارج ګارټون ٣ لوبغاړي وسوځول.

د ١٢٩ منډو د هدف په تعقيب کې د قلندرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٤ منډې وکړې او په ٢٤ منډو يې په لوبه کې ماته وخوړله. د دوى لپاره ډويډ مالان ٤٩ ناسوځېدلې او پيل سالټ ٢٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيکن ګليډيټرز له لوري کيرون پولارډ او بين کټنګ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه افغان توپوهونکي محمد شهزاد ته ورکړل شوه، چې نن يې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او چټکه پنځوسيزه يې جوړه کړه.

دا د ډيکن ګليډيټرز دريمه لوبه وه چې دوه لوبو کې يې بريا خپله کړه او د خپل ګروپ لومړي مقام ته يې ځان ورساوه.

د يادولو ده چې نن د قېس احمد لوبډله بنګله ټايګرز له ټيم ابو ظهبي سره لوبه کوي او د محمد نبي لوبډله ډيلي بولز بيا د ناردرن واريرز لوبډلې سره مخامخ کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …