کورپاڼه / اسلام / رسول الله (ص) فرمایي: که له دا ډول ښځې سره مو نکاح وکړه نور به هم غریب شئ

رسول الله (ص) فرمایي: که له دا ډول ښځې سره مو نکاح وکړه نور به هم غریب شئ

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چې له دنیا سره مینه مه کوئ، د الله تعالی محبوب شئ، له خلکو سره چې کوم مال او شتمني وي له هغې بې نیازه شئ، نو خلکو به هم تاسې خپل محبوب کړي.

همدغسې د هلک تر څنګ د انجلۍ کورنۍ هم هیله لري چې هلک یې فیشني او عصري وي، د خپل پلار د جایداد یواځینې څښتن وي، ترڅو لور یې په خسرګنۍ کې راج وکړي او هلته له پیسو سره لوبې وکړي.

خو پوښتنه داده چې ښه اړیکه یا خپلوي څه رقم وي او معیار یې څه دی؟ هغه اړیکه چې شریعت، الله تعالی او رسول الله ښه ګڼلي وي، هماغه ښه اړیکه ده او همدا یې ښه معیار دی، نو اړینه ده چې دینداري او نورې اړینې تقاضې پوره کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله چې یو داسې شخص د نکاح پیغام در واستوو چې له اخلاقو او دین څخه یې تاسې راضي وئ نو نکاح یې وکړئ، که نکاح یې ونه کړئ نو پر ځمکه به فتنه او فساد رامنځته شي.

دغه راز بل ځای فرمایي، چا چې یوې ښځې سره د هغې د عزت په سبب نکاح وکړه، نو الله تعالی به یې نور هم ذلیل کړي او چا چې له کومې ښځې سره د مال او شتمنۍ په خاطر نکاح وکړه، نو الله تعالی به یې نور هم غریب کړي.

دا هم ولولئ

ماشوم ته ولې په غوږ کې آذان کېږي؟

آذان یو داسې د حق غږ دی که چېرته په غور او فکر سره واورېدل …