کورپاڼه / خپلواک / عامر خان: لازمي نه ده چې د ډېرو پېسو فلم دې کامياب شي
عامر خان

عامر خان: لازمي نه ده چې د ډېرو پېسو فلم دې کامياب شي

خپلواک وېبپاڼه (١٩ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورى عامر خان وايي، چې د خپلو دوستانو د ښې اداکارۍ او د هغوى د فلمونو په بريا خوشحالېږي.

په اوس وخت کې د لويو فلمي ستورو لکه شاه رخ خان، عامر خان او سلمان خان فلمونه هم ناکامه شوي دي. په داسې وخت کې بيا هغه فلمونه چې ډېر لږ مصارف پرې شوي دي، فلم کتونکو خوښ کړي دي. په داسې حال کې چې په دغه فلمونو کې کوم لوى ستورى هم نه و، لکه د ايوشمان کهرانه، ويکي کوشال او راجکمار راو يې د بېلګې په ډول وړاندې کېداى شي.

کله چې له عامر خان نه د نورو فلمي ستورو په اړه وپوښتل شو، چې دوى په کال کې ډېر فلمونه جوړوي، نو ايا هغه څه فکر کوي؟ عامر خان يې په ځواب کې وويل، چې کله هم خپل ملګري وينم چې ښه کار کوي او فلمونه يې کاميابېږي، نو ډېر خوشحالېږم. هغه وايي، ايوشمان کهرانه اوس ډېر ښه کار کوي او زه غواړم چې د فلمونو د مينه په توګه د هغه فلمونه وګورم. موږ ټول له يو بل څخه بدل يو او زه هېڅ کله هم له نورو کسانو ويره نه محسوسوم.

کله چې له عامر خان نه وپوښتل شو چې په ډېرو پېسو او د لويو ستورو فلمونه د کاميابۍ ضمانت دى، نو هغه يې په ځواب کې وويل، چې موږ خپله سل سلنه خواري کوو، خو ډېرى وخت ځينې شيان خلک خوښ نه کړي. هغه وايي چې د يو فلم کاميابي او ناکامي په دې پورې نه ده تړلې چې په هغه فلم څومره مصارف شوي دي. هغه وايي چې تاسې په ٥٠ ميليونه فلم جوړ کړئ او يا په ١٠٠٠ ميليونه، د فلم کتونکي له هغې سره هېڅ اړه نه لري، هغوى فلم ګوري، نه دا چې د فلم مصارف. هغه وايي، که د مينه والو فلم خوښ شو، نو هغه پېسې هم ګټي او کاميابېږي هم، که په هغه فلم ډېر مصارف شوي وي او که لږ.

د يادولو ده چې عامر خان اوس مهال په (لال سينګ چډها) فلم کې کار کويو چې دا فلم به د راتلونکي کال د کرسمس په ورځ نندارې ته وړاندې شي. د فلم لومړنى انځور هم خپور شوى دى چې عامر خان پکې د يوه سيک کردار لوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …