کورپاڼه / ليکنې / د کار له نوي چاپیریال سره به ځان څنګه اشنا کوو؟

د کار له نوي چاپیریال سره به ځان څنګه اشنا کوو؟

کله چې په یو نوي ځای کې کار پیلوئ نو ترمخ مو ډېرې ستونزې وي او له یو ډول فشار څخه تېرېږو، چې دغه ډول کړنه له یو تجربه کار شخص سره هم کېدلی شي او د مسولیتونو پر غاړه اخیستل او له مشر یا ریبس سره پېژندنه وخت غواړي.

نوو کارمندانو ته په لومړیو کې اوونیو ځینې ستونزې پیدا کېدلی شي، چې په نصیحتونه سره د کوم لوی بدلون هیله نه شي کېدلی، ځکه په نوي کار ځای کې ممکن له تمې خلاف ډېرې ستونزې وي. نو په داسې صورت کې باید ځان نرم، مبارزه کوونکې او د چاپیریال سره همغږي کړو.

د کار په شروع کې باید خپل نوی رییس او شخصیت یې وپېژنو او دا معلوم کړو چې هغه د څه ډول عادتونو او چلند درلودونکی دی، له هغه سره وګورئ او هیلې او توقعات یې په نښه کړئ.

له ملګرو کارمندانو سره اړیکې ښه کړئ، کله چې ورسره مخ کېږئ نوم یې یاد کړئ، د هغوی سره د ملګرتیا او د وخت احترام وکړئ، د نورو له تجربو ګټه پورته کړئ، هڅه وکړئ چې د هغوی پر چلند او مسولیت پوه شئ.

هیڅکله له پوښتنې کولو مه ویرېږئ، د هر څه په اړه چې نه پوهېږئ پوښتنه یې وکړئ، ځکه بیا وروسته د تېروتنې سمولو وخت غواړي او ګران هم تمامېږي. دغه راز هر بدلون ته غاړه کېږدئ او د چاپیریال په پېژندلو کې مرسته وکړئ.

دا هم ولولئ

هغه پنځه جملې چې باید ماشوم ته ونه ویل شي

بې ځایه نېوکې کول د ماشومانو پر کمزوري ذهن منفي اغېزې کوي او شخصیت جوړونه …