کورپاڼه / خپلواک / د مغل او مراټا ترمنځ په جنګ باندې بل فلم هم جوړېږي
سېف علي خان او اجى ديوګن

د مغل او مراټا ترمنځ په جنګ باندې بل فلم هم جوړېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٩ نومبر ٢٠١٩): په هندي سينما کې نن سبا د تاريخي فلمونو جوړول ډېر شوي دي، که يوې خواته د دسمبر په مياشت کې د پاني پت په جنګ باندې جوړ شوى فلم (پاني پت) نندارې ته وړاندې کېږي، نو تازه په هندي سينما کې يو بل فلم هم جوړ شوى دى، چې په ١٧مه پېړۍ کې پکې د مغل او مراټيانو ترمنځ جنګ ښکاره شوى دى.

دغه فلم چې (تاناجي) نومېږي، اجي دېوګن پکې د تانا جي رول لوبولى دى او سېف علي خان پکې د مغل پاچاهۍ د وفادار اودى بهان رول لوبولى دى. همدا راز کاجول هم په دغه فلم کې کار کړى دى.

کله چې مغل پاچا اورنګزېب په ١٧مه پېړۍ کې کوندانا د سويلي هند پلازمېنه وټاکله، نو د مراټيانو يو مشر تاناجي د کوندانا د بېرته ترلاسه کولو هڅې پيل کړې، چې د مراټيانو او مغل لښکرو ترمنځ په دغه ځاى باندې سخته جګړه ترسره شوه.

د فلم لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر هم په ټولنيزو رسنيو خپور شوى دى، چې تراوسه پورې زياتو خلکو کتلى دى.

دا فلم هم چې په يوه تاريخي کيسه باندې ليکل شوى دى، ليکوال يې پراکاش کپاډيا دى او د فلم لارښود يا ډايريکټر اوم راوت دى او د راروان کال (٢٠٢٠) د جنورۍ په لسمه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د (پاني پت) فلم ټرېلر خپور شوى و، چې پکې د احمد شاه بابا کردار نامتو فلمي ستوري سنجي دت لوبولى دى، دغه فلم د پاني پت په دريمه تاريخي جګړه باندې جوړ شوى دى، چې له ټرېلر خپرېدو وروسته يې په افغانانو کې غصه هم راوپاروله، چې ايا احمد شاه بابا ته په دغه فلم کې سپکاوى شوى دى.

خو د فلم يوه افغان ستوري بيا په خپله مرکه کې وويل، چې په دغه فلم کې احمد شاه ابدالي او يا هم افغانانو ته هېڅ سپکاوى نه دى شوى. هغه وايي چې تراوسه پورې فلم نندارې ته نه دى وړاندې شوى نو څنګه خلک ويلاى شي چې په فلم کې دې احمد شاه ابدالي ته سپکاوى شوى وي.

د يادولو ده چې (پاني پت) فلم به د راتلونکې مياشت په ٦مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …