کورپاڼه / جالب / ولې د موټر ټایرونه تور رنګ لري؟

ولې د موټر ټایرونه تور رنګ لري؟

موټر د اوسني دور د هر انسان یوه مهمه اړتیا او تقریباً د نړۍ له نیم څخه زیات نفوس د موټرو لرونکې دي. خو آیا کله مو د موټر ټایرونه کتلي او پوښتنه درسره پیدا شوې چې دا آخر ولې تور وي؟

په لومړنیو وختونو کې به د لرګي ټایرونه استعمالېده، بیا له هغې وروسته د ربړ ټایرونه رامنځته شول او هغه وخت د ټایرونو رنګ سپین و، ځکه چې ربړ به یې سپین رنګی و، خو بیا یې تور رنګ خپل کړ خو ولې؟

په دې اړه به په دې لېکنه کې په لنډ ډول ولولو چې د ټایرونو تور رنګ د څه سبب وي؟ په حقیقت کې د ټایر تور رنګ د یو ډول کیمیاوي موادو وي چې د ټایر جوړولو پرمهال استعمالېږي او دې کیمیاوي موادو ته تور کاربن ویل کېږي.

تور کاربن یو داسې کیمیاوي ماده یا مواد دي چې د ټایر په پیاوړي کولو کې مرسته کوي او ددې وړ یې ګرځوي چې تر ډېره استعمال شي او ترڅنګ له ګرمېدو څخه هم خوندي ساتي.

د همدې کیمیاوي مادې په سبب چې تور کاربن ورته ویل کېږي، د ربړ سپین رنګ تور اوړي او په دې ډول د نړۍ ټول استعمالېدونکې ټایرونه تور رنګ لري.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …