کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د هغه افغان ځواکونو ویډیو خپره شوه چې پاکستان ته یې پناه وړې؟
افغان او پاکستاني پوځیان

د هغه افغان ځواکونو ویډیو خپره شوه چې پاکستان ته یې پناه وړې؟

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې د افغانستان او پاکستان پوځیان پکې لیدل کېږي او افغان پوځیان د پاکستاني پوځ څخه مننه کوي، چې هغوی ته یې ځای ورکړی او له هغوی سره یې ښه چلند کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای ایس پي ار پرون ویلي و، چې ۴۶ افغان پوځیانو په چترال کې د دوی د پوځ څخه د پناه غوښتنه کړې وه، چې دوی هم ورته خوندي لار او پناه ورکړه.

دوی زیاته کړې وه، چې افغان پوځیان اوس د دوی سره دي، چې دوی ورته ځای، ډوډۍ او طبي اسانتیا ورکړې ده او ژر به یې بېرته د افغانستان حکومت ته وسپاري.

خو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر دا ادعان ناسمه بللې وه او ویلي یې و، چې د افغانستان پوځیان کوم ګاونډي هېواد ته نه دي اوښتي او د پاکستان دغه ادعا یې له حقیقته لیرې بللې وه.

خو اوس په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې افغان پوځي او پاکستانی پوځي یو بل ته لاس ورکړي دي، پاکستانی پوځي ورته وايي، چې موږ په تاسې پام کړی دی؟ نو افغان پوځي ورته وايي، تاسې زموږ پوره پوره خیال ساتلی دی.

دغه افغان پوځي چې هویت یې تراوسه پورې نه دی معلوم، د پاکستان د پوځیانو څخه مننه کوي او دا هم وايي چې دوی ورسره ډېر انساني چلند کړی دی.

که څه هم د دې ویډیو تراوسه پورې دقیق معلومات نشته، چې دا ویډیو چېرته او د کوم وخت، خو د ټولنیزو رسنیو ډېر کاروونکي بیا دا ویډیو د افغان پوځیانو ده، چې د چترال په سیمه کې یې د پاکستان پوځ ته پناه وروړې.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …