خپلواک وېبپاڼه (١٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز د ٣ يو ورځنيو او ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ختمېدو سره سم محمد نبي ابوظهبۍ ته تللى او هلته يې په ټي ټين يا لس اوريزه ليګ کې ګډون کړى دى.
نوموړى نن ټي ټينګ ليګ په ١٤مه لوبه کې ولوبېده، چې د ډيلي بولز او ناردرن واريرز ترمنځ ترسره شوه. محمد نبي چې د ډيلي بولز لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې په لس اوريزه ليګ کې لومړۍ لوبه وه، خو د نوموړي لوبډله پکې بريالۍ نه شوه.
په دغه لوبه کې لومړى ډيلي بولز توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١١٠ منډې وکړې. ايون مورګن تر ټولو زياتې ٥٦ منډې وکړې، چې ٥ شپږيزې او ٣ څلوريزې هم پکې شاملې وې. همدا راز محمد نبي بيا په ٧ توپونو باندې ١٠ منډې وکړې چې دوه پکې څلوريزې وې.
د ١١١ منډو هدف د ناردرن واريرز لوبډلې په ٩ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې په ٦ ويکټو يې د ډيلي بولز لوبډلې ته ماته ورکړه. د ناردرن واريرز لپاره تر ټولو زياتې منډې نيکولاس پوران وکړې. نوموړي د ٥ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ په ٢٥ توپونو باندې ٥٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. همدا راز د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.
همدا راز محمد نبي ٢ اورونه هم ترسره کړل، چې ٢١ منډې يې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.
بل لوري ته نن محمد شهزاد بيا په زړه پورې او توپاني توپوهنه ترسره کړه چې د ٦ شپږيزو او ٣ څلوريزو پر مټ يې په ٢١ توپونو باندې ٥٧ منډې وکړې او خپله لوبډله ډيکن ګليډيټرز يې بريالۍ او همدا راز د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.