کورپاڼه / جالب / ناوې د ورا په مراسم کې خپله موټر ته ناسته وه او خسرګنې ته یې ځان رسولی

ناوې د ورا په مراسم کې خپله موټر ته ناسته وه او خسرګنې ته یې ځان رسولی

په ټولنیزو رسنیو کې وخت ناوخت ډېرې په زړه پورې او خندونکې د واده ویډیوګانې پورته کېږي، چې په دې کې ډېری یې هند پورې تړاو لري او په لېدو یې خلک ګوته په غاښ کېږي.

همدغسې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې دا هم هند پورې تړاو لري او یوه ناوې د ورا په مراسم کې پخپله موټر ته ناسته وي او خسرګنۍ کره روانه وي.

له دې مراسم ویډیو هم شوې او پر انټرنیټ ډېر ژر لاس په لاس کېږي او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا پرې ډېرې په زړه پورې تبصرې کېږي.

په دې ویډیو کې لېدل کېږي چې د موټر په مخکیني چوکۍ یا سیټ کې له ناوې سره د واده زلمی هم ناست وي او ناوې بیا د موټر چلونې پرمهال لېدل کېږي.

لکه څنګه چې ناوې د هندي ټولنې زاړه روایات مات کړي، په همدې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لورې ډېره ستایل کېږي او په ویډیو کې د ناوې له موټر راتاو کسان هم د خوښې احساس کوي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …