کورپاڼه / جالب / په پاکستان کې یو شخص له اوزې سره واده کړی

په پاکستان کې یو شخص له اوزې سره واده کړی

د پاکستان د سند ایالت په ډګري ښار کې یو هندو ځوان له اوزې سره واده وکړ او د خپل مذهب له مخې یې اوه دورې ووهلې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې له اوزې سره د واده کولو دغه پېښه د سند ایالت په ډګري ایالت کې رامنځته شوه او د واده د مراسمو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

راپورونه د پولیسو په حواله وایي چې د ډګري ښار د بیل برادري یو ځوان، چې هندو دی، د خپل مذهب له مخې یې اوه دورې هم پوره کړې.

پولیس زیاتوي چې دغه پېښه د ډګري ښار په څنډه کې د منرانوالا په کلي کې واقع شوې ده او د واده په مراسم کې، کله چې یاد ځوان له اوزې سره واده کاوه نو خپل، خپلوان یې هم هلته موجود ول.

دغه راز پولیس ادعا کوي چې د واده مراسمو ترسره کوونکی شخص یې نېولی، خو تر اوسه پورې د ځوان په نېولو نه دي بریالي شوي او د نېولو هڅې یې روانې دي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …