کورپاڼه / خپلواک / ټي ټين ليګ: قېس احمد خطرناکه توپ اچونه ترسره او لوبډلې يې بريا خپله کړه
قېس احمد

ټي ټين ليګ: قېس احمد خطرناکه توپ اچونه ترسره او لوبډلې يې بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٩ نومبر ٢٠١٩): افغان ليګ بريک توپ اچونکي قېس احمد په ټي ټين ليګ کې په زړه پورې او خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٢ اورونو کې يې درې لوبغاړي وسوځول او د نوموړي لوبډلې بنګله ټايګرز بريا خپله کړه.

د بنګله ټايګرز لوبډلې لومړى توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې ترلاسه کړې. د دوى له ډلې رېلي روسو ٤٤ ناسوځېدلې، انډري فليټچر ٤٢ او کولين انګرام ٢٣ منډې ترلاسه کړې.

د ټيم ابوظهبي له لوري بيا بين لاغلين ٢ او مرچنټ ډيلانګى ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٣٠ منډو د هدف په تعقيب کې ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٢ منډې وکړې او په ٢٧ منډو يې د بنګله ټايګرز څخه لوبه وبايلله. د دوى له لوري اويشکا فرنانډو ٥١ او لوک رايټ ٢٠ منډې ترلاسه کړې.

د بنګله ټايګرز له لوري ليګ بريک توپ اچونکي قېس احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د ټيم ابوظهبي درې مهم لوبغاړي يې وسوځول. نوموړي په ٢ اورونو کې ١٢ منډې ورکړې او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې. همدا راز تيسارا پريرا ٢ او ډيويډ وايس ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انډري فليټچر ته ورکړل شوه.

همدا راز د يادولو ده چې نن محمد شهزاد هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. نوموړي په ٢١ توپونو باندې ٥٧ منډې ترلاسه کړې وې. بل لوري ته محمد نبي هم نن په لس اوريزه ليګ کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه، خو يوازې لس منډې يې په توپوهنه کې وکړې او په توپ اچونه کې يې کومه ويکټ ترلاسه نه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …