کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قېس احمد سره دا ځل بخت یاري ونکړه، خو لوبډلې یې بریا خپله کړه
قېس احمد

قېس احمد سره دا ځل بخت یاري ونکړه، خو لوبډلې یې بریا خپله کړه

د مخکښ ورو توپ اچونکي قېس احمد سره دا ځل په دي هنډریډ سیالیو کې بخت یاري ونه کړه او په ۲۰ توپونو کې یې ۳۴ منډې ورکړې، خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه، خو د هغه اړوند لوبډلې دویمه بریا خپله کړه.

د (دي هنډریډ) سیالیو اتمه لوبه د ویلش فایر او ساودرن بریف ترمنځ په کارډف کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ساودرن بریف پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

ویلش فایر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې جوني بیریسټو ۷۲، بین ډکیټ ۵۳ او ټام بانټون ۳۴ منډې وکړې. د ساودرن له خوا ډیني بریګس ۲، کریس جورډن او جیک لینټون ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۶ منډو هدف په تعقیب کې د ساودرن بریف لوبډلې په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا جیمس وینس ۴۰، راس وایټلي ۲۵ او دیون کانوی ۲۳ منډې وکړې. د ویلش فایر له خوا جیمس نیشام ۳، ډیویډ پین ۲، مټ کریچلي او جیک بال ۱-۱ ویکټ واخیستې، قېس احمد بیا کومه ویکټ ترلاسه نه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوني بیریسټو ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …