کورپاڼه / جالب / د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه د طلاق په اړه حیرانوونکې لارښوونې کړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه د طلاق په اړه حیرانوونکې لارښوونې کړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکاره میا خلیفه چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعاله وي او وخت ناوخت په بېلابېلو موضوعاتو نظریې ورکوي، اوس یې د طلاق په اړه خلکو ته حیرانوونکې لارښوونې کړې دي.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې میا خلیفه په یو ټویټ ویلي دي چې:((اوس باید طلاق عادي وګڼو او کوم څوک چې طلاق شوی وي هغوی سره د خپګان پرځای باید مبارکي ور کړو.))

هغې دا څرګندونې وروسته له هغې کړي دي چې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست. میا خلیفه څو ورځې وړاندې د یو اوږد پوسټ په لړ کې له خپل سویډني خاوند رابرټ سینډ برګ څخه د بېلوالي اعلان وکړ.

هغې لیکلي ول چې ما او خاوند مې ډېره هڅه وکړه چې واده مو تر ډېره پورې دوام وکړي خو هڅې مو ناکامې شوې، اوس غواړو چې په ښه زړه سره بېل شو او په دې هم پوهېږم چې ټول موږ به ټول سره ملګري یو.

میا خلیفه زیاتوي چې موږ به تل له یو بل سره مینه کوو، ځکه چې موږ د کوم پېښې په سبب نه یو بېل شوي او پرته له پښېمانۍ دغه باب بندوو او نوی باب پیلوو. باید ووایم چې میا خلیفه او رابرټ تېر کال د جون په میاشت کې د کورونا په سبب په ساده ډول واده کړی و.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …