کورپاڼه / بېلا بېل / د انټروۍ پرمهال باید څه وکړو؟ د ټیک ټاک کاروونکی خپله تجربه راشریکوي

د انټروۍ پرمهال باید څه وکړو؟ د ټیک ټاک کاروونکی خپله تجربه راشریکوي

د دندې لپاره ور کړل شوې انټرویو مو په دنده د ګومارلو یا نه ګومارلو ټاکنه کوي. خو اوس د ټیک ټاک یو کاروونکې د انټروۍ یوه داسې تخنیک ښودلی چې دنده مو سل سلنه باوري کوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص پخپل اکونټ (brookerxyz) ویډیو پورته کړې او ویې ویل که چېرته له تاسو د انټروۍ پرمهال دغه پوښتنه وشوه نو دنده به در کړل شي.

هغه وایي چې تقریباً په هره انټروۍ کې انټروي اخیستونکی له نوماند شخص څخه پوښتنه کوي که تاسې کومه پوښتنه لرئ نو ویې کړئ، په دې موقع نوماند شخص یو څه اوترېږي، خو تاسې باید باوري اوسئ او پوښتنه وکړئ.

تاسې شپږ میاشتې وړاندې فکر وکړئ او د هغه شخص خاکه ذهن ته راولئ، چې دغه دنده په ښه ډول سره ترسره کوي، ستاسو ذهن ته به څه راشي؟

دغه شخص ادعا کوي کله چې ما د انټروۍ پرمهال دغه پوښتنه وکړه نو دنده راکړل شوه او انټروۍ اخیستونکې داسې حس کړه چې زه له دندې سره زړه راښکون لرم او غواړم چې یو څه ښه ترسره کړم.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …