کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول زخه خطرناکه وي؟ په اړه یې دلته ولولئ

کوم ډول زخه خطرناکه وي؟ په اړه یې دلته ولولئ

تقریباً د هر انسان پر بدن په یو نه یو ځای حتماً زخه موجوده وي، خو دا چې زخه څه ډول پیدا کېږي او کومې ناروغۍ سره تړاو لري، دلته به یې په اړه ولولو.

لومړی باید دا پوښتنه حل کړو چې زخې ولې پیدا کېږي او علت یې څه دی؟ زموږ په پوستکي کې (Melanocytes) موجود وي، چې د میلانین (melanin) په خپرولو کې مرسته کوي.

او میلانین هغه ماده چې پوستکي ته یې رنګ ور بخښلی او کله چې د پوستکي په کومه برخه کې (Melanocytes) راټول شي هلته زخه جوړېږي.

اوس پوښتنه داده چې کوم ډول زخه خطرناکه وي؟ میلانومه د پوستکي یو ډول سرطان دی چې د زخې له ډول څخه پېژندل کېږي.

په عام ډول سره زخه چې توره یا خړ رنګې وي، هغه بې ضرره وي، خو هغه زخه چې اندازه یې ورو ـ ورو غټېږي او رنګ یې بدلون کوي هغه د میلانومه سرطان کېدلی شي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …