کورپاڼه / هنر او کلتور / کنګنا رناوت به د ایشوریا رای ځای ونیسي

کنګنا رناوت به د ایشوریا رای ځای ونیسي

د بالیووډ اداکارې یا هنرمندې کنګنا رناوت د ایشوریا رای ځای ونېوه، دا ځای د هغې کوم مقام نه دی بلکې فلمي کردار یې دی.

د تامل ناډو په مرحوم سیاستپوهه جی للیتا پر ژوند فلم جوړېږي چې په دې کې د تامل ناډو د پخواني لومړۍ وزیرې رول کنګنا رناوت ادا کوي.

د رسنیو د رايورونو له مخې ویل کېږي چې جی للتیا پخپل ژوندون ویلي ول چې دا یې هیله ده چې ژوند یې جوړ شي نو ایشوریا رای دې پکې رول ولوبوي او دا خبرې یې په ۱۹۹۹ کال په یوه خپرونه کې کړې وې.

په خپرونه کې له هغې پوښتنه وشوه چې د یوې داسې اداکارې نوم واخله چې ستا پر ژوند جوړېدونکې فلم کې ستا رول ادا کړي، نو هغې ورته د ایشوریا رای نوم واخیست.

له هغې دوه لسیزې وروسته کنګنا اعلان وکړ چې هغه به له (تلاییوي) سره د جی للیتا پر ژوند جوړېدونکې فلم کې راښکاره شي، چې کار هم پرې روان دی او اپریل کې به خپور شي.

دا هم ولولئ

د کرشنا ابیشیک میرمن د ګووینده میرمنې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی

له کله راهیسې چې د هندي سینما مخکښ اداکار ګووینده او د هغه میرمن سونیتا …