کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: ما د سولې لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز کړی
ولسمشر غني

ولسمشر غني: ما د سولې لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز کړی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې سولې ته د رسېدو لپاره یې طالبانو ته له وخت څخه وړاندې د ټاکنو د ترسره کولو وړاندیز کړی دی.

هغه چې نن په ارګ کې یې د څارنې او انسجام ګډ بورډ ته خبرې کولې، په خپلو خبرو کې یې وویل، چې د افغانستان خلک د حکومت ضد کړۍ نه غواړي.

ولسمشر وویل، چې موږ کله هم د بایډن او ناټو څخه دا نه و غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پرېکړه دې بدله کړي، افغانان باید خپل راتلونکي په خپله جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې طالبانو د جګړې جبهه توده کړې ده، خو موږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې په دې هېواد کې هېڅوک نادولتي عنصر نه غواړي، د هېواد ملي مسئلې ته پوځي حل نشته او افغان حکومت پر سیالي جوړجاړي باور لري.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو غړي سهیل شاهین په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې ولسمشر غني دې له واک څخه لیرې شي، نو بیا د سولې راتګ ممکن دی او د سولې پر وړاندې د هغه واک خنډ دی.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …