کورپاڼه / روغتيا / نن د زېړي له ناروغۍ څخه د ژغورنې او خبراوي ورځ لمانځل کېږي

نن د زېړي له ناروغۍ څخه د ژغورنې او خبراوي ورځ لمانځل کېږي

نن په ټوله نړۍ کې د زېړي له ناروغۍ څخه د ژغورنې او پر وړاندې یې د پوهاوي نړیواله ورځ لمانځل کېږي او د یوې اندازې له مخې په هرو دیرشو ثانیو کې یو شخص د زېړي په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په ټوله نړۍ کې د ناروغۍ په سبب د نري رنځ وروسته د زېړي ناروغي د مړینې دویم لوی لامل دی چې په ټوله نړۍ کې له ۳۵۰ میلونو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

ملګري ملتونه وایي چې په ټوله نړۍ کې په کلني ډول تر څلور سوو زرو کسانو پورې د مرګ تر کومې پورې رسېږي.

روغتیایي کارپوهانو د زېړي ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره ځینې لارښوونې کړي او داسې لارې چارې یې په ګوته کړي چې په مرسته یې له دې ناروغۍ څخه ځان ساتلی شو.

دوی وایي چې استعمال شوي سرنجونه یا پیچکارۍ بیا مه استعمالوئ، له چټلو اوبه ډډه وکړئ او نامناسب او غیر معیاري خواړه هم د زېړي د ناروغۍ لوی لاملونه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …