کورپاڼه / جالب / هغه شخص د کال په ۳۶۵ ورځو کې ۳۰۰ ورځې خوب کوي

هغه شخص د کال په ۳۶۵ ورځو کې ۳۰۰ ورځې خوب کوي

د هند د راجستان ایالت دوه څلویښت کلن اوسیدونکی پرکا رام په یوې داسې حیرانوونکې ناروغۍ اخته شوی دی، چې په یو میلیارد کسانو کې یوازې یو کس پرې اخته کېږي.

یعنې اوسمهال په ټوله نړۍ کې یوازې اوه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي او پرکا رام د کال په ۳۶۵ ورځو کې تقریباً ۳۰۰ ورځې وېده وي.

پرکا رام له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې په دې ناروغۍ هغه وخت اخته شوی و، کله چې هغه په پرلپسې ډول له شلو تر پنځه ویشتو ورځ وېده شو او بېدارول یې ستونزمن ول.

ددې ناروغۍ په نښو، نښانو کې سخت سر دردی او ستړیا شامله ده او دغه ناروغي په بنسټیزه توګه رواني ناروغي ده او په ځینو حالاتو کې د دماغي زخم او رسولۍ په سبب هم رامنځته کېږي.

پرکا رام او کورنۍ یې په دې هیله دي چې ددې ناروغۍ درملنه وموندل شي او ژوند یې عادي شي او ډاکتر بیا وایي چې ددې ناروغۍ درملنه هغه وخت ممکنه ده چې علت یې څرګند شي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …